افغان ستوري په دویمه سیالي کې له ماتې سره مخ شول

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د ۶۳ منډو په توپیر ماتې ومنله. افغان لوبډلې، د سیالې بنګله دېشۍ لوبډلې د ۲۳۲ منډو په ځواب کې، د سهیل د ۸۹ منډو پر مټ یوازې ۱۶۸ منډې جوړې کړې او د ۶۳ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه. 

له دې وړاندې افغان ستورو د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې د ۱۵۸ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه؛ د نن ورځې په لوبه کې د افغان لوبډلې له ماتې سره د یادو سیالیو لوبلړۍ په یوې یوې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده. 

د یادونې وړ ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا د نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې په لومړۍ لوبه کې به یې افغان ستوري له بنګله دېش سره مخ شي.