د ۲۰۲۱م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پای ته ورسېدې

د پنځو زونونو ترمنځ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ چې د تېرې نومبر میاشتې په اتمه نېټه په کندهار ولایت کې پیل شوې وې، تېره ورځ د بند امیر زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې په پایلوبه کې د امو زون لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د څلورم پړاو کورنیو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه. 
د ۲۰۲۱م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پای ته ورسېدې

د پنځو زونونو ترمنځ د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ چې د تېرې نومبر میاشتې په اتمه نېټه په کندهار ولایت کې پیل شوې وې، تېره ورځ د بند امیر زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې په پایلوبه کې د امو زون لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د څلورم پړاو کورنیو فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه. 

د روان کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې څلور لوبې وکړې چې له منځه یې دوو مخکښو لوبډلو پایلوبې ته لاره ومونده. په یادو سیالیو کې ټولټال ۱۳ لوبې ترسره شوې او د څه باندې یوې میاشتې دوام وروسته تېره ورځ پای ته ورسېدې.

امو او بند امیر لوبډلې چې د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې یې له نورو لوبډلو ښې لوبې کړې وې او ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده. امو لوبډلې د ۶۶ او بند امیر لوبډلې د ۵۴ نمرو په خپلولو سره له نورو لوبډلو وړاندې وې او په دې سره یې پایلوبې ته لاره موندلې وه. 

په پایلوبه کې امو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې ۲۰۳ منډې جوړې کړې. د دې لوبډلې لپاره پیلیزو لوبغاړو ښه لوبه ونکړه خو جمعه ګل په ۸۴ منډو سره د لوبډلې مخکښ توپوهونکی و. د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمزه هوتک ډېر ښه وځلېده او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۶ وېکټې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ نجات مسعود ۲، عبدالله عادل او شفیق الله غفاري هر یوه, یوه وېکټ ترلاسه کړه. 

بند امیر زون د امو لوبډلې د لومړۍ پانۍ د ۲۰۳ منډو په ځواب کې ښه پیل واخیست خو وروسته یې خپل لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، یوازې ۱۹۳ منډې یې جوړې کړې او د امو لوبډلې ۱۰ منډې پوروړې شوه. د دې لوبډلې لپاره ضیاء الحق پرواني ۴۴ او صدیق اتل ۳۳ منډې جوړې کړې, خو د توپ اچونې په برخه کې بیا ښي لاسی چټک توپ اچونکي محمد سلیم ډېر ښه وځلېد چې د بند امیر لوبډلې ۵ وېکټې یې ترلاسه کړې. د نوموړي ترڅنګ چپ لاسي ورو توپ اچونکي ذوهیب خان هم ۴ وېکټې اخیستې وې. 

په دویمه پاڼۍ کې امو لوبډلې له شته فرصت څخه ګټه وانخیسته. د دې لوبډلې لوبډلمشر ناصر جمال یوازېنی لوبغاړی و چې مقابله یې وکړه او ۶۲ منډو په جوړولو سره ترپایه ناسوځېدلې پاتې شو خو نورو لوبغاړو د نجات مسعود د بهترینې چټکې توپ اچونې په وړاندې بېوسه ول او په ګډه یې یوازې ۱۱۷ منډې جوړې کړې. د بند امیر لوبډلې لپاره نجات مسعود د ۳۷ منډو په بدل کې ۷ وېکټې ترلاسه کړې، همدارنګه عبدالله عادل او حمزه هوتک هم یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

بند امیر لوبډلې د لوبډلمشر افسر ځاځي د نیمه سلیزې په مټ د ۱۲۷ منډو هدف په خورا اسانۍ سره په ۷ وېکټو پوره کړ او په دې سره یې د روان کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه. د افسر ځاځي د ۵۱ ناسوځېدلو منډو ترڅنګ ضیاءالحق پرواني هم ۳۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د امو لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کې ذوهیب خان دوه او عبدالرحمن یوه وېکټ ترلاسه کړه. نجات مسعود په دواړو پاڼیو کې د ۹ وېکټو په ترلاسه کولو سره د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې د بند امیر لوبډلې پیلیز توپوهونکي ریاض حسن په ۹ پاڼیو کې یې د ۷۹.۵ منډو په اوسط سره د ۳ سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مټ ۶۳۶ منډې جوړې کړې او د سیالیو مخکښ توپوهونکی ونومول شو. همدارنګه د امو لوبډلې ځوان لوبغاړي ذوهیب خان، چې په چپ لاس ورو توپ اچونه کوي، په ۱۰ پاڼیو کې د ۱۷ منډو په اوسط سره ۳۲ وېکټې ترلاسه کړې او د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ توپ اچونکی ونومول شو. 

د دوی ترڅنګ د امو لوبډلې ځوان لوبغاړی جمشېد خان چې د اف بریک توپ اچونې ترڅنګ د پام وړ توپوهنه هم کوي، د ۲۳۷ منډو په جوړولو او د ۱۳ وېکټو په اخیستلو سره د روان کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د مس عینک لوبډلې ځوان لیګ بریک بالر خلیل ګربز بیا په ۱۳ وېکټو سره د روانو سیالیو د ځوان لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس، ښاغلي میرویس اشرف هم ګډون درلود. نوموړي بند امیر لوبډلې ته د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو د اتلولۍ ګټلو له امله مبارکي وویله او ترڅنګ یې یادې لوبې د کورني کرکټ د پرمختیا او د نړیوال کرکټ لپاره د لوبغاړو د غوره چمتووالي په برخه کې اغېزمنې یادې کړې. د دې ترڅنګ نوموړي وویل چې پوره هڅه کوي چې د کورني کرکټ لوبغاړو ته لا زیات لوبیز فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د نړیوال کرکټ لپاره په بشپړ ډول چمتو شي. 

د یادوې وړ ده چې د روان کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې د لوبغاړو فیسونه د تېر په پرتله ۲۵ سلنه لوړ شول چې ورسره د لوبغاړو ستونزې تر ډېره حده حل شوې. باید وویل شي چې دا په ټوله کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو څلورم پړاو سیالۍ وې، چې له دې وړاندې هم ۲ ځلې په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته رسېدلې وې او د ۲۰۱۹م کال احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو مخکښه لوبډله بیا د سپین غر زون لوبډله ټاکل شوې وه.