بلخ ليجينډز د لومړي پړاو ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ اتلولي وګټله

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ پایلوبه د کابل ځوانانو او بلخ لیجينډز ترمنځ ترسره او د بلخ لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده.
بلخ ليجينډز د لومړي پړاو ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ اتلولي وګټله

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ پایلوبه د کابل ځوانانو او بلخ لیجينډز ترمنځ ترسره او د بلخ لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده.

په پایلوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلمشر راشدخان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. د کابل ځوانانو د پيل لپاره بیا هم لوک رانکي او حضرت الله ځاځی میدان ته راغلل، دواړو ۱۵ منډې ملګرتیا وکړه، رانکي په ۹ منډو افتاب عالم وسوځاوه، حضرت الله بیا په ۱۰ منډو محمدنبي پخپله کيچ کړ. واين پرنيل او کولین اینګرام له چا چې د کابل ځوانانو هيلې وې دواړو ۲۱ـ۲۱ منډې جوړې کړې، چې په ترتیب سره قیس احمد او بوپارا د دوی ويکټې واخیستې. جاويد احمدي د توپوهنې پيل ورو وکړ، خو داسې ښکاريدل، چې نن به ښه توپوهنه وکړي هغه هم په ۳۲ منډو د قیس احمد له لوري وسوځيد. ليويس ۱۴ منډې وکړې او دی هم ونه توانيد چې ملګرتيا وغځوي او وسوځيد. راشدخان، مسلم موسی او فريد احمد په پرله پسې توګه په ۳، ۴ او ۴ منډو وسوځيدل. ناصر توتاخیل په ۱ او شاهدالله په ۱۲ منډو ناسوځيدلي پاتې شول.

د بلخ ليجينډز توپ اچونه نن ډيره ښه وه، چې لوبډلمشر محمدنبي، افتاب عالم، میرویس اشرف او بوپارا یوه ـ یوه ويکټ واخیسته. قیس احمد لومړنی افغان توپ اچونکی دی چې په روانو سياليو کې ۵ ويکټې اخلي. نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې. ګلبدین نایب بیا د کومې ويکټې په اخستلو ونه توانيد.

کریس ګیل او کولين مونرو د بلخ ليجينډز د پيل توپوهونکي و، مونرو په صفر د پارنيل له لوري وسوځيد. درویش رسولي هم نن ښه ونه ځليد او په ۴ منډو پارنیل بولډ اوټ کړ.

ډيشکټي بیا ۱۲ منډې وکړې، اکرام علي خیل په ۹ او محمدنبي په ۶ منډو وسوځيد. روي بوپارا په ۳۲ منډو او ګلبدین نایب په ۷ منډو ناسوځيدلي پاتې شول.

په دې سره هدف په ۱۸.۱ اور کې د ۶ ويکټو په له لاسه ورکولو سره بلخ لوبډلې ترلاسه کړ او په دې سره يې د ۲۰۱۸ میلادي کال اتلولي يې وګټله.

واین پرنيل د کابل لپاره ۳، فريد احمد، راشدخان او مسلم موسی بیا یوه ـ یوه ويکټ واخیسته.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه قیس احمد وګټله. په دې ټورنمنټ کې تر ټولو غوره توپ اچونکی ايسورو اودانا و، نوموړي په ۸ لوبو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي و، غوره توپ وهونکی محمد شهزاد محمدي و، چې په ۹ لوبو کې يې ۳۴۴ منډې کړې وې او ۴ نيمه سلیزې يې وهلې وې. د دې سياليو غوره ځوان لوبغاړی درویش رسولي ونومول چاچې غوره توپوهنه کړې وه. او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی راشدخان وټاکل شو، چې ۹ ويکټې اخستې وې او ۱۷۱ منډې يې کړې وې.  

ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ سيالۍ د اکتوبر میاشتې په ۵ نيټه د ۵ لوبډلو( ننګرهار ليپرډز، کندهار نایټس، پکتیا پنترز، کابل ځوانانو او بلخ ليجينډز) ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل شوې او په ۱۷ ورځو کې ۲۳ لوبې ترسره شوې. لوبې نيږدې په ټولو لویو وچو کې په ژوندۍ بڼه وښودل شوې.

د سياليو اتلې لوبډلې ته ۳ لکه امريکايي ډالر او دويمې لوبډلې ته بیا ۱‍ لک امريکايي ډالر د نغدي انعام په توګه ورکړل شول.