د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر د ادارې کارکوونکو ته معرفي شو:

د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل له خوا د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر د ادارې کارکوونکو ته معرفي شو:

د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل له خوا د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

د معرفۍ د غونډې په پیل کې د کرکټ بورډ اجراییه مشر شفیق الله ستانکزي وویل خپه دی چې د ښاغلي مشعل په څیر یو همکار ترې رخصت اخلي خو خوښ دی چې د ښاغلي فضلي په څېر یو بل همکار یې د هغه مسوولیت پر غاړه اخلي.

ښاغلي ستانکزي وویل چې ښاغلي مشعل کرکټ بورډ په نیغه لاره روان کړی د کرکټ بورډ اساسنامه او بیلابیلې تګلارې یې جوړې او تصویب کړې همدا راز نوموړي افغانستان ته فرسټ کلاس، لیسټ ای او ټیسټ تشخص ورکړ افغانستان ته یې د کرکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب واخست، اجرایه مشر هیله وښووله چې کومه بیړۍ ښاغلي مشعل روانه کړې ښاغلی فضلي ورته چټکتیا وبښي.

شکرالله عاطف مشعل له افغان ولسمشره مننه وکړه چې پر ده یې باور کړی و چې د نږدې دوو کلونو لپاره د کرکټ بورډ مشر پاتې شي، وايي دی چې د کوم کار لپاره راغلی و په بریالیتوب سره یې تر سره کړ.

وايي نوموړی خوښ دی چې د نوي مشر د معرفۍ په غونډه کې برخه اخلي او د ملاتړ غږ یې پورته کوي.

هغه د خپلو هغو کارونو یادونه وکړه چې مخکې ښاغلي ستانکزي یاد کړل، ښاغلي مشعل وویل یو شمیر هیوادونو غوښتل چې افغانستان پریمیرلیګ تر سره نه شي خو په وینا دا ویاړ یې وګټه وایی په مالي ډول نه خو د پيژندګلوۍ له مخه د ای، پي، ایل تر سره کول د ټاپي پروژې هومره ارزښت لري.

هغه د کرکټ بورډ له کارکوونکو وغوښتل چې د نوي مشر ملاتړ وکړي همدا راز غوښتنه یې وکړه چې په کرکټ بورډ کې د یوه واحد ګروپ په توګه کار وکړي او د ډلګیو له جوړولو ډډه وکړي.

همدا راز ښاغلي مشعل وویل لوبغاړي باید په راروان نړیوال جام کې تش ګډون ونکړي بلکې د یوه بشپړ غړي لرونکي هیواد په توګه وځلیږي.

ښاغلي مشعل له نوي مشره غوښتنه وکړه چې د کرکټ بورډ نوې او پیل شوې پروژې سرته ورسوي چې د ۶ میدانونو جوړول هم په کې راځي.

د کرکټ بورډ نوي مشر حاجي عزیزالله فضلي د خپلو خبرو په ترڅ کې له افغان ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې باور یې پرې وکړ او د کرکټ د ملي ادارې مشر یې وټاکه.

نوموړي له ښاغلي مشعله هم مننه وکړه چې په ورین تندي یې واک وروسپاره.

ښاغلي فضلي وویل چې دی به د کرکټ بورډ د اوسني تشکیل ارزونه تر سره کوي. د غوراوي په کمیسیون کې به بدلون راولي، د افغانستان پریمیر لیګ ټول تړونونه به ارزوي، او د لوبغاړو له خوا یو پر بل د تورونو لګولو لړۍ به پای ته رسوي.

هغه وویل چې کورنی کرکټ به پیاوړی کوي او پلان شوي میدانونه به په نړیوالو معیارونو جوړوي.

د یادولو ده چې د دغو مراسمو په پای کې د کرکټ بورډ ادارې د نوي مشر او نورو مسوولینو له لوري شکرالله عاطف مشعل ته د هغه د غوره کارونو له امله یو ستاینلیک هم ورکړل شو.