اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي نن په يوه خبري ناسته کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر وټاکه او راشد خان يې د هغه مرستيال لوبډلمشر وټاکه.
اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي نن په يوه خبري ناسته کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر وټاکه او راشد خان يې د هغه مرستيال لوبډلمشر وټاکه.

د افغانستان کرکټ بورډ په مرکز کې رسنيزې ناستې ته ښاغلي فرهان يوسفزي وويل، چې په راتلونکي کې اسيايي جام او شل اوریز نړيوال جام راروان دی چې دوی له نوي مشر روزونکي، لوبډلمشر او د تخنيکي کمېټې کسانو سره تر مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې اصغر افغان يو ځل بيا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکي.

هغه همدا راز وويل چې اصغر افغان يو تجربه کاره لوبغاړی دی او کولای شي چې په هره برخه کې له نوو ځوانانو او نورو لوبغاړو سره ښه کار وکړي.

نوموړي د راشد خان په اړه هم وويل، چې هغه د افغانستان يو له ښو لوبغاړو څخه دی او په لوبډلمشرۍ کې هم هغه خپله وړتيا ښکاره کړه، خو هغه په نورو لوبو کې هم مصروفه وي او په سوداګریزو ليګونو کې هم د افغانستان نوم ځلوي او هېواد ته وياړونه راوړي.

ښاغلي يوسفزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د کرکټ د ښه والي لپاره يې يوه تخنیکي کمېټي هم جوړه کړې ده چې د کرکټ په برخه کې تجربه لرونکي کسان پکې شامل دي، ترڅو د کرکټ د ښه والي لپاره کار وکړي.

هغه وويل، چې د کرکټ بورډ اداره يوه ملي اداره ده او هره پرېکړه به يې د ولس د خوشحالۍ او د کرکټ د ښه والي لپاره ترسره کوي.

دغه خبري ناستې ته نوي لوبډلمشر اصغر افغان هم خبرې وکړې، هغه له کرکټ بورډ مننه وکړه چې يو ځل بيا يې پرې باور وکړ او د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت يې ورته وسپاره. هغه وويل چې مخکې هم د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی دی او ټولو ته يې خپله وړتيا ښکاره کړې ده او اوس به هم هڅه وکړي.

د يادولو ده چې اصغر افغان شاوخوا ۴ کاله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی و چې د ۲۰۱۹ نړيوال جام نه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې او پر ځای يې د نړيوال جام لپاره ګلبدين نايب لوبډلمشر وټاکل شو، همدا راز راشد خان بيا له نړيوال جام وروسته د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی و.