افغان ویکټ جوړوونکي د کرکټ نړیوالې شورا په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ کیورېټر (وېکټ جوړونکی) عبدالله ځاځی، چې د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي ترڅنګ د هېواد په نورو لوبغالو کې هم د وېکټ جوړونې په برخه کې کار کوي، د کرکټ نړیوالې شورا د کیورېټرانو (وېکټ جوړونکو) په انلاین روزنیز پروګرام کې ګډون کړی و چې لس هفتې یې دوام وکړ.

دغه روزنیز پروګرام د کرکټ نړیوالې شورا د مشر وېکټ جوړوونکي لخوا رهبري کېده چې پکې د یادې شورا له بېلابېلو غړو هېوادونو ۱۰۹ کسانو ګډون درلود. یادو ګډون کوونکو ته د وېکټو د خاورې، په وېکټ د وښو د کرلو، د وښو د ساتلو، د وښو د رېبلو، همدارنګه د وېکټو د رول کولو، د رولر د ډولونو، د وېکټو د پټولو، د وېکټو د اوبولو او د ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه تدریس وشو.

د دې ترڅنګ د پروګرام ګډون کوونکو د لوبې د بېلابېلو بڼو لکه شل اوریزو، یو ورځنیو، څلور ورځنیو او ټیسټ لوبو لپاره د وېکټو د جوړولو په اړه هم معلومات ترلاسه کړل. همدارنګه په لوبغالي او په وېکټ د ولاړو وښو د اندازې او ساتلو په اړه هم معلومات ورکړل شول چې د ګډون کوونکو په ظرفیت لوړونه یې مثبتې اغېزې لرلې دي.

د یادونې وړ ده چې کرکټ نړیواله شورا د خپلو غړو هېوادونو د تخنیکي کسانو د ظرفیت لوړونې په موخه وخت نا وخت روزنیز پروګرامونه برابروي ترڅو په خپلو اړونده هېوادونو کې د کرکټ د پراختیا په برخه کې ترې کار واخلي.