امو زون د زونونو په کچه د معلولینو شل اوریزه سیالیو اتلولي خپله کړه

د نجیب الله تره کي تر نامه لاندې د زونونو په کچه د معلولینو ترمنځ د شل اوریزه سیالیو پای لوبه د امو او بست زونونو ترمنځ ترسره شوه، چې د امو زون معلولینو لوبډلې په کې بریا خپله کړه.
امو زون د زونونو په کچه د معلولینو شل اوریزه سیالیو اتلولي خپله کړه


د نجیب الله تره کي تر نامه لاندې د زونونو په کچه د معلولینو ترمنځ د شل اوریزه سیالیو پای لوبه د امو او بست زونونو ترمنځ ترسره شوه، چې د امو زون معلولینو لوبډلې په کې بریا خپله کړه.
د دغه لوبې پچه امو وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې ترسره کړې، چې د سین الله سعید ۴۶، سمیع الله حبیبزي ۳۵ او فاروق ځدراڼ ۲۴ منډې هم په کې شاملې وې؛ د بست لپاره عزت الله دوه، شعیب محسن، علاالدین اچکزي، حزب الله او عنایت الله هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې په دویمه نیمایي کې بست د هدف ترلاسه کولو لپاره توپ وهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې د لوبې په ۱۹.۳ اورونو کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر امو ته وبایلله.
 د بست لپاره په توپ وهنه کې قدرت الله ۳۸، حزب الله ۲۴ او شعیب محسن ۱۸ منډې ترسره کړې؛ د امو په ګټه بیا سین الله سعید، شیرین اغا سیف الله او تفیل دوست خېل هر یو دوه- دوه او اختر نبي یوه ویکټ تر لاسه کړه.
د پای لوبې غوره لوبغاړی له امو لوبډلې څخه سین الله سعید ونومول شو.
د سیالیو د غوره الراونډر جایزه هم د امو لوبډلې لوبغاړي سین الله سعید، د سیالیو د غوره توپ اچونکي او د سیالیو (ایمرجینګ) لوبغاړي جایزه بیا اختر نبي ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱م کال زونونو په کچه د نجیب الله تره کي تر نامه لاندې د پنځو زونونو(امو، بست، سپین غر، بند امیر او مس عینک) زونونو معلولینو ترمنځ شل اوریزه سیالۍ د روانې میاشتې په نهمه نېټه پیل شوې وې او نن د امو زون معلولینو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.