آمو لوبډلې دویمه بریا ترلاسه کړه خو بندامیر بیا دویمه ماته ومنله

د غازي امان الله خان جام د ۵مې سیالۍ پچه نن آمو وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، بند امیر لوبدلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹سره په اورونو کې ۱۰۸ منډې جوړي کړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.

د بندامیر لپاره په توپ وهنه کې عبدالرحمان ۴۳ ناسوځېدلي او شفیق الله غفاري ۲۰ منډې جوړې کړې. په داسې حال کې چې د آمو په توپ اچوونکو کې ورو توپ اچوونکو ابراهیم صافي او ذوهیب خان ۳-۳ لوبغاړي، محب الله زرمتي ۲ لوبغاړي، عبدالواسع نوري او سلیم خان یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بند امیر لوبډلې لخوا د ۱۰۹ منډو هدف که څه هم ډېر ننګوونکی نه و خو د آمو د پیل توپ وهونکو ډېر ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او تر ډېره د بندامیر توپ اچوونکو پر لوبه کنټرول درلود خو د لوبې په ۲۴م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو آمو لوبډلې ځان هدف ته ورساوه.

د امو لوبډلې په توپ وهونکو کې ناصر جمال او عبدالمالک هر یوه ۲۹-۲۹ او ابراهیم صافي ۲۱ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې. د بند امیر لپاره بیا په توپ اچونه کې نجات مسعود او عبدالرحمان ۲-۲ لوبغاړي او محمدالله همکار یو لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې وړ ده چې سبا به د غازي امان الله خان جام د روانو سیالیو په لړ کې د سپین غر زون لوبډله د میس عینک په وړاندې سیالي ترسره کړي.