امو نهنګان لوبډلې د دویم پرلپسې ځل لپاره د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي وګټله
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 31 Jul 2025

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ ترټولو سترې لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د یادو سیالیو په پایلوبه کې له یوې ښکلې او هر اړخیزې لوبې وروسته مس عینک اتلان لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د پرلپسې دویم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.
لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه په کابل کرکټ لوبغالي کې پیل شوې چې پکې امو نهنګان، مس عینک اتلان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران او سپین غر پړانګان لوبډلو ګډون درلود. هرې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۸ لوبې ترسره کړې چې له منځه یې امو نهنګان او مس عینک اتلان د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې نن په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د دغو سیالیو په وروستۍ پایلوبه کې امو نهنګان لوبډلې لومړی توپ اچونه غوره کړه چې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بهترینې توپ اچونې پرمټ مس عینک اتلان لوبډله په ۱۲۱ منډو له ډګره بهر کړه. د دغې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عظمت الله عمرزي ۴، عبدالله احمدزي ۳، قیس احمد، شرف الدین اشرف او فضل الحق فاروقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
امو نهنګان لوبډلې له غوره توپ اچونې وروسته بهترینه توپوهنه هم وکړه، دغه هدف یې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د دویم ځل لپاره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه. د یادې لوبډلې په ګټه حسن عیسی خېل ۵۰* او نورالرحمن ۳۵ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې امو نهنګان لوبډلې یاد ستر هدف ترلاسه کړ.
د دغې لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي عبدالله احمدزي د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو په پایلوبه کې د مس عینک اتلان لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲۱ منډو په بدل کې ۳ مهمې ویکټې ترلاسه کړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې ستر رول لوباوه چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز د مس عینک اتلان لوبډلې ځوان توپوهونکي خالد تڼیوال په دغو سیالیو کې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې او ۳۴.۸۷ منډو په اوسط سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې او د سیالیو ترټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د امو نهنګان لوبډلې تکړه ورو توپ اچوونکي شرف الدین اشرف په ۱۴ ویکټو سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو.
د بند امیر ښاماران لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي حشمت الله شهیدي بیا د ۳۲۱ منډو په جوړولو سره د دغو سیالیو د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه. دغه راز د یادې لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي صدیق الله اتل په دغو سیالیو کې ۱۷ شپږیزې وهلې وې چې له امله یې د ((خان د شپږیزې)) جایزه ترلاسه کړه.
د دوی ترڅنګ د سیالیو د غوره کېچ اجازه هم د همدې بند امیر ښاماران لوبډلې تکړه لوبغاړي ننګیال خروټي ترلاسه کړه چې د یادو سیالیو په ترڅ کې یې په ډګر ساتنه کې ترلاسه کړی و.
دغه راز د بست ساتونکو لوبډلې تکړه الرونډر کریم جنت بیا په دغو سیالیو کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې او هم یې ۷ ویکټې ترلاسه کړې چې له امله یې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت ترلاسه کړي. دغه راز د مرستیال مالي ملاتړ کوونکي حقوق بیا سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي و و چې د خپلو تولیداتو له جملې یې پکې اکس بول انرژي ته کمپاین وکړ. د دویم مرستیال مالي ملاتړ حقوق عزیزي بانک او د دریم مرستیال مالي ملاتړ حقوق له ملت سټیل سره و. د دوی ترڅنګ اېمارټ ګروپ هم د دغو سیالیو د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړي و. د دوی ټولو ترڅنګ امیر حاجي زاده روغتون په یادو سیالیو کې د روغتیا د برخې د همکار، وېني د لباس د برخې همکار او افغان ټیلیکام د معلوماتي ټکنالوژي د برخې د همکار په توګه له افغانستان کرکټ بورډ سره یوځای کار وکړ.