امو لوبډلې د اشرف د غوره توپ اچونې له امله مس عینک له ماتې سره مخ کړ

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو په پنځمه لوبه کې امو لوبډلې مس عینک لوبډلې ته د ۶ ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.
امو لوبډلې د اشرف د غوره توپ اچونې له امله مس عینک له ماتې سره مخ کړ

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو په پنځمه لوبه کې امو لوبډلې مس عینک لوبډلې ته د ۶ ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.

په پیل کې د یادې لوبې پچه امو لوبډلې وګټله چې مس عینک لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. مس عینک لوبډلې په ۴۲ اور کې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او امو لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

مس عینک لوبډلې ته تر ټولو ډېرې ۲۸ منډې شاهد الله کمال، ۲۵ منډې عمران میر، ۱۹ منډې رحمن الله ګربز او ۱۶ منډې احسان الله احسان ترسره کړې. دا په داسې حال کې ده چې د امو لوبډلې لپاره شرف الدین او میرویس اشرف ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه چې هر یوه یې په نوبت سره پنځه او درې ویکټې واخیستې او همدارنګه عظمت الله عمرزي او جاوید احمدي هم یوه- یوه ویکټ واخیسته.

ورپسې امو لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه. امو لوبډلې د ۴ ویکټو په غورځېدو سره ټاکلی هدف د لوبې په ۳۲،۳ اور کې پوره کړ او مس عینک لوبډلې ته یې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

امو ته په توپوهنه کې زاهد زاخېل ۴۲، جاوید احمدي ۳۲ او عظمت الله عمرزي ۲۳ ناسوځېدلي منډې ترسره کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې ظاهر خان۲، احسان الله احسان او نور احمد یوه- یوه ویکټ واخیسته.

شرف الدین اشرف چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې، د نن لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالو شپږمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د سپین غر او بوست لوبډلو تر منځ ترسره شي.