امو لوبډلې پرله‌پسې دریمه بریا هم خپله کړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اتمه لوبه کې د امو لوبډلې، د سپین غر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
امو لوبډلې پرله‌پسې دریمه بریا هم خپله کړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په اتمه لوبه کې د امو لوبډلې، د سپین غر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د اتمې لوبې له پیلېدو وړاندې، پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. سپین غر لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د لوبې په ۴۱،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې او آمو ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

سپین غر ته په توپوهنه کې افتاب عالم ۳۱، اکرام علي خېل ۲۹، بهار شینواري ۱۹، سمیع الله شینواري او فرید ملک ۱۴-۱۴ منډې ترسره کړې. په داسې حال کې چې امو ته په توپ اچونه کې ننګیال خروټي ۳، جمشید خان او شرف الدین اشرف ۲-۲، محمد سلیم او جاوید احمدي د سپین غر لوبدلې ۱-۱ ویکټ واخیسته.

ورپسې امو لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه. امو لوبډلې د لوبې په ۴۰،۴ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او خپله دریمه بریا یې د سپین غر له لوبډلې څخه د ۵ ویکټو په توپیر خپله کړه.

امو ته په توپوهنه کې فرهان زاخېل ۳۹، افسر ځاځي ۳۳ ناسوځېدلې او شرف الدین اشرف ۲۳ ناسوځیدلي منډې ترسره کړې. سپین غر ته په توپه اچونه کې قیس احمد ۳ او فرید ملک ۲ لوبغاړی وسوځول.

د امو لوبډلې تکړه توپ اچونکی ننګیال خروټی چې د سپین غر لوبډلې ۳ لوبغاړي یې سوځولي و او ۱۹ منډې یې جوړې کړې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو نهمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او بوست لوبډلو ترمنځ ترسره شي.