افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان ملي لوبډلې د روانو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د الله نور ناصري د سلیزې او د افغان توپ اچوونکو د بهترینې توپ اچونې په پایله کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان ملي لوبډلې د روانو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د الله نور ناصري د سلیزې او د افغان توپ اچوونکو د بهترینې توپ اچونې په پایله کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبغاړو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په تاوان سره ۱۹۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه. په افغان توپ وهونکو کې الله نور ناصري په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ۱۲۰ توپونو د یوولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. په نورو توپوهوونکو کې اعجاز احمد ۳۴، اظهارالحق نوید ۲۴ او نور احمد ۱۰ چټکې منډې وکړې. د متحده عربي اماراتو په توپ اچوونکو کې نیلانش کیسواني ۳، علي شاه او سایلس ۲-۲ افغان لوبغاړي د سیالۍ له ډګره بهر کړل.

کله چې متحده عربي اماراتو لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه؛ نو د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې یې د ډېرو منډو په جوړولو بریالي نشول او پرله پسې یې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې. د متحده عربي اماراتو لوبډلې خپل ټول توپوهونکي په ۵۴ منډو له لاسه ورکړل او په ۱۴۰ منډو یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې نیلانش کیسواني ۱۵، ارین افضل خان ۱۴ او کای سمیت ۹ منډې وکړې. په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمیع او خلیل احمد ۳-۳، اظهارالحق نوید ۲ او نور احمد یو لوبغاړی د سیالۍ له ډګره بهر کړ. الله نور ناصري د بهترینې سلیزې په مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، افغان نولس کلنه کم عمره لوبډله به د یادو سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه سیالي د راتلونکې دوشنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې ترسره کړي.