افغان لوبډلې له دريو ټولې درې سيالۍ په خپل نوم کړې
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 26 Jan 2021
د يادې لوبلړۍ د وروستۍ لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلې وګټله چې افغانستان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې د ۹ ويکټو په غورځېدو سره له سيال لوري ۲۶۶ منډې ترلاسه کړې او د ۲۶۷ منډو هدف یې ورته وټاکه.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې راشد خان چټکې ۴۸, اصغر افغان ۴۱، ګلبدین نایب ۳۶ او محمد نبي ۳۴ منډې ترلاسه کړې چې په دې سره راشدخان د نړيوالو يو ورځنيو لوبو ۱۰۰۰ منډې هم پوره کړې؛ په داسې حال کې چې ایرلند ته یونګ، او سیمي سینګ هر يوه ۳-۳ ویکټي ترلاسه کړې.
ورپسې ايرلنډ لوبډلې د پاول سټرلېنګ د ۱۱۸ منډو د غوره توپوهنې سربېره بيا هم ونه شوای کړلی، ترڅو د افغان لوبډلې هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۴۷،۱ اورونو کې ۲۳۰ منډې جوړې کړې او د ۳۶ منډو په توپير یې نننۍ وروستۍ لوبه هم افغانستان ته وبايلله.
د افغانستان لپاره راشد خان ۴ ويکټې، مجیب ځدراڼ دوه ویکټي، محمد نبي او نوین الحق یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
پر همدې بنسټ د نننۍ غوره توپ اچونې له امله راشدخان چې څلور ويکټې يې اخيستې وې، د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، سربېره پر دې پاول سټرلېنګ هم د غوره توپوهنې له امله د يادې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه واخيسته.
افغانستان د دې لوبلړۍ په ګټلو سره د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو سياليو ليګ په چوکاټ کې ۳۰ امتیازونه لاسته راوړل.