مس عینک په بریا پسې بریا خپله کړه

نن د غازي امان الله خان جام ۶مه لوبه د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چې په پایله کې یې مس عینک لوبډلې خپل سیال لوری د ۳۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.
مس عینک په بریا پسې بریا خپله کړه

نن د غازي امان الله خان جام ۶مه لوبه د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چې په پایله کې یې مس عینک لوبډلې خپل سیال لوری د ۳۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د مس عینک لوبډلې د لوبې پچه وګټله، لومړی یې د سپین غر لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ ویکټو په غورځېدو سره سیال لوري ته ۲۵۴ منډې هدف وټاکه.

د مس عینک توپوهونکو له منځه لوبډلمشر شاهدالله کمال ۷۱، نوید عبید ۵۵، یوسف شاه ۵۰ او رحمن الله ځدراڼ ۳۹ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د سپین غر په ګټه افتاب عالم ۲ ویکټې، طارق ستانکزي، شوکت زمان او عارف خان یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د سپین غر لوبډلې د پیل ملګرتیا که څه هم ډېره ژر ماته شوه، خو وروسته د ناصرخان او تمیم سرخرودي ترمنځ ښه ملګرتیا وشوه، سربېره پر دې د سپین غر لوبډلې بیا هم هدف ترلاسه نکړای شو او ۴۶م اور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او ۲۱۸ منډې یې جوړې کړې.

د سپین غر لپاره بهیرشاه محبوب ۵۱ منډې، ناصرخان ۴۱ منډې او تمیم سرخرودي ۴۰ منډې جوړې کړې، باید وویل شي چې د مس عینک په ګټه نوراحمد لکڼوال ۴ لوبغاړي، یوسف ځاځي ۳ لوبغاړي او احسان الله احسان ۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د یادولو وړ ده چې سبا به د غازي امان الله خان جام روانو سیالیو په لړ کې د کندهار کرکټ لوبغالی د بست او امو لوبډلو ترمنځ د اوومې لوبې کوربه وي.