افغان ستورو په ۵۰ منډو توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د سریلانکا تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې د افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي خلیل احمد ښکلې توپ اچونه ترسره کړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې د لوبې له ډګره بهر کړه.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۵.۲ اورونو کې یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په ګټه وفي الله تره خېل چټکې ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشېد خان ځدراڼ ۵۷ منډې ترسره کړې. د سریلانکا له لوري ملشا تاروپاتي ۴ او ویهاس تیومیکا ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د افغانستان لخوا ټاکل شوي هدف پسې که څه هم سریلانکایي لوبډلې ښکلی پیل درلود خو د خلیل احمد د توپ اچونې پر وړاندې پاتې راغله او ۱۸۲ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د دوی په ګټه شېون دانیل ۶۷، سینیت جیوردنې ۲۹ او دینورا کالوپهانا ۲۰ منډې ترسره کړې. د افغانستان له لوري خلیل احمد ۵، فریدون داودزي ۲ او کامران هوتک یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی. 

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی خلیل احمد په ۸ اورونو کې د ۳۸ منډو بدل کې د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادوونې وړ ده چې افغان ستوري به له سریلانکا سره د یادې لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ سبا ماسپښین ۳:۳۰ بجې د ابوظبي په ټولورینس اوول لوبغالي کې ترسره کړي.