د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس د ادارې له مدیرانو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ نوي سرپرست عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف نن د کرکټ بورډ ادارې د ټولو څانګو له مدیرانو سره د پېژندګلوي خپله لومړنۍ ناسته وکړه چې د ټولو څانګو له مسوولینو سره یې د ځینو سپارښتنو او لومړیتوبونو شریکولو ترڅنګ د ټولو څانګو پر نوښتونو او لا ډېرو فعالیتونو ټینګار وکړ.
د کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس د ادارې له مدیرانو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ نوي سرپرست عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف نن د کرکټ بورډ ادارې د ټولو څانګو له مدیرانو سره د پېژندګلوي خپله لومړنۍ ناسته وکړه چې د ټولو څانګو له مسوولینو سره یې د ځینو سپارښتنو او لومړیتوبونو شریکولو ترڅنګ د ټولو څانګو پر نوښتونو او لا ډېرو فعالیتونو ټینګار وکړ.

ښاغلي اشرف وویل، له شک پرته د کرکټ بورډ اوسنۍ ستونزې به په ګډه حلوو او ټول کارکوونکي باید خپلې چارې په پوره ژمنتیا سره ترسره کړي، ترڅو هغه لومړیتوبونه او غوښتنې چې د کرکټ نړیوالې شورا او د ادارې اړوند دي؛ ژر تر ژره حل او ورته لاسرسی وشي.

هغه همدارنګه زیاته کړه: ((په ګډه به کار کوو، د ادارې له اصولو سره سم به پوره همغږي ساتو، زه او اجراییه رییس دواړه به مو ملاتړ کوو او تاسو نوښتونه وکړئ او ټول هغه اهداف او لومړیتوبونه چې درته سپارل کېږي، په ښه توګه یې ترلاسه کړئ، ترڅو وکولی شو چې اداره تر خپلو ټاکلو موخو ورسوو.))

د نوموړي په وینا، د نړۍ  ګڼو کرکټ بورډونو سره په اړیکه کې دی او غواړي چې د نړۍ له کرکټ بورډونو سره ښې او حسنه اړیکې ولري او افغان لوبډلې ته د پخواني ټاکل شوي مهالوېش سربېره دوه اړخیزې سیالۍ هم برابرې کړي.

سربېره پر دې د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود، د عمومي رییس په توګه د ښاغلي میرویس اشرف ټاکنه یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او په وینا یې، ښاغلی میروس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ یوازېنی عمومي رییس دی چې ټولو هېوادوالو یې پر ټاکل کېدو د زړه له تله خوښي څرګنده کړې ده.

ښاغلي نصیب خان دغه راز یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ نوي سرپرست عمومي رییس ته د راتګ هرکلی ووایه او زیاته یې کړه: ((اشرف صیب له تاسو او ما، ټول هېوادوال او د افغانستان کرکټ بورډ اداره ډېرې تمې لري، ډېر څه پر لاره شته چې باید د غوره او ډېرو هلو ځلو په پایله کې یې په ګډه حل او هېوادوالو ته خوښۍ راوړو، ځکه له کرکټ سره د هېواد د ۳۰ ملیون خلکو هیلې تړلې دي.))

نوموړي دغه راز متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په متحده عربي اماراتو کې یې ګڼ ګټور ملاقاتونه وکړل او هیله من دی چې د هېوادوالو لپاره به غوره او ستر زيري ولري.

ښاغلي نصیب خان زیاته کړه: ((په متحده عربي اماراتو کې یې د هندوستان د کرکټ بورډ د مشر په ګډون د ځینو هېوادونو د بورډونو له مشرانو او اجراییه رییسانو سره ګټورې لیدنې وکړې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړي دي.))

د نصیب خان له خبرو وروسته د کرکټ بورډ د ټولو څانګو مدیرانو هم خپلې سپارښتنې او اهداف د دغې ادارې له مشرتابه سره شریک کړل، د ټولو اړوند چارو د غوره ترسراوي ژمنه یې وکړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې په اداره کې یو داسې مشرتابه واک ته رسیږي چې په اړوند چارو کې ډېره همغږي لري او خپل ټول کارکوونکي د غوره لاسته راوړنو لپاره هڅوي.