احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم اووم پړاو اتصالات کپ - احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه بېلابېلو کرکټ لوبغالو کې روانې وي.

په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د هندوکش سټرایکرز لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پیلېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

په اووم پړاو اتصالات کپ - احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي. دغه راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د هېواد یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو سیالیو کې د لوبېدو موقع ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د اوږدې بڼې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي.