افغان اتلانو زمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه. 

د دغې لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۳ مندې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۵۸، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ګلبدین نایب ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دغه هدف په دفاع کې افغان لوبډلې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۰۳ منډو له ډګره بهر کړل. د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او نوین الحق ۳-۳، مجیب الرحمن ۲، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزی یوه ویکټ ترلاسه کړه چې پر مټ یې افغان اتلانو د ۵۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه. 

دروېش رسولي چې د افغان لوبډلې په ګټه یې خورا ښه توپوهنه وکړه او په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ نیمه سلیزه (۵۸ منډې) جوړه کړه، د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو. 

په دې سره د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه چې برخلیک ټاکونکې لوبه به یې سبا د شنبې په ورځ ترسره شي.