افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د لار موندنې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه

د زمبابوې په هرارې ښار کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د لار موندنې سیالیو په پای لوبه کې ویسټ اندیز ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتله شوه.
افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د لار موندنې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه

د زمبابوې په هرارې ښار کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د لار موندنې سیالیو په پای لوبه کې ویسټ اندیز ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتله شوه.

د پای لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، افغان توپ اچونکو د تل په څیر یو ځل بیا ښه توپ اچونه ترسره کړه او ویسټ انډیز لوبډله ډیر منډو جوړولو ته پرې نه ښود. ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې په ۴۶،۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه، افغان توپ اچونکو له لورې مجیب ځدراڼ په ۹،۵ اورونو کې د ۴۳ منډو په ورکولو ۴، ګلبدین نایب په ۵ اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکولو سره ۲، راشد خان په ۹ اورونو کې د ۴۲ منډو په ورکولو سره ۱ او شرف الدین اشرف په ۷ اورونو کې د ۲۶ منډو په ورکولو سره د ویسټ انډیز یو لوبغاړی وسوځولو.

له دمې ورسته افغانستان توپ وهونکي د ټاکلي ۲۰۵ منډو هدف د پوره کولو په موخه میدان ته راښکته شول، افغانستان ټاکلی هدف  په ۴۰،۴ اور کې د 3 لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړه او پای لوبه یې له ویسټ انډیز څخه د ۷ ویکټو په توپير وګټله، افغانستان ته ښه توپ وهنه شهزاد محمدي ترسره کړه چې په ۹۳ توپونو یې د ۲ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۸۴ منډې جوړې کړې، له هغه ورسته رحمت شاه ۸۷ توپونو د ۴ څلوریزو پر مټ ۵۱، محمد نبي په ۱۲ توپونو د ۳ پرلپسې شپږیزو پرمټ ۲۷ ناسوځیدلي، سمیع الله شینواري په ۳۳ توپونو د یوې څلوریزې پرمټ ۲۰ ناسوځیدلي او ګلبدین نایب په ۲۸ توپونو د ۳ څلوریزو پرمټ ۱۴ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي چې د لوبډلې په ګټه یې ۸۴ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادولو وړ ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي سه شنبه له دریو جامونو سره کابل ته راشي.