له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سریلانکا پر لوري وخوځېده

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه چې په یاد هېواد کې به د اسیا جام سیالیو پر مهال له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.
له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د سریلانکا پر لوري وخوځېده

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه چې په یاد هېواد کې به د اسیا جام سیالیو پر مهال له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی ته به هم د ملي لوبغاړو په څېر هر ډول اسانتیاوې برابروي.

ښاغلي یوسفزي وویل: ((تاسو د افغانستان راتلونکي یاست، په خپلې ټولې وړتیا سره د نورو لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړئ او له خپلې قهرمانۍ په ښه توګه دفاع وکړئ او یو ځل بیا اتلولي ترلاسه کړئ، ستاسو ترمنځ باید بشپړه همغږي موجوده وي او په پوره همغږۍ او اتفاق سره لوبه وکړئ.))

دغه راز د دې ادارې اجراییه مشر لطف الله ستانکزي هم ټولو لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د لوبې په ډګر کې به دوی ته هر ډول اسانتیاوې موجودې وي چې په وینا یې: ((تاسو پورې ډېرې هیلې تړلې دي، غوره کړنې او پرفارمنس وکړئ، تاسو کولی شئ چې نورو سترو لوبډلو ته ماتې ورکړئ او له خپلې اتلولۍ په ښه توګه دفاع وکړئ.))

هغه دغه راز وویل: ((تاسو د ملي لوبغاړو ځای ناستې یاست، چې څومره لاسته راوړنې او غوره کړنې کوئ نورو ملي لوبډلو ته مو د تګ لاره نږدې کېږي، راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام لوبې دي، د اسیا جام په سیالیو کې چې هرڅوک ښه وځلیږي نو په ډاډ یې درته وایم چې په یادو لوبو کې به ګډون کوي.))

همدارنګه د یادو لوبغاړو روزونکي رییس احمدزي هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او د خبرو په پیل کې یې د کرکټ بورډ له مشرتابه مننه وکړه چې له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو ته یې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي او دوی ډېر هڅوي.

نوموړي هم پر ټولو لوبغاړو غږ وکړ چې د لوبو پر ګټلو ډېر تمرکز وکړي او د افغانستان لپاره لوبه وکړي چې دغه چاره د دوی لپاره ډېره مهمه ده.

د یادولو وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي او د افغانستان له ۱۹ کلنو کم لوبډله به په یاد هېواد کې د اګست له ۲۶مې نېټې د سپټمبر تر دویمې نېټې پورې تمرینات وکړي.