د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د پنځه يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دريمه لوبه کې، افغان لوبډلې د هند لوبډلې ته د ۳ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او هند ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې شوبانګ هيګړی ۴۶ او ويکرانت بهاډوريا ۳۹ منډې ترلاسه کړې.

د افغان لوبډلې له لوري عابد محمدي ۴، عبدالرحمن رحماني ۳، عابدالله تڼيوال ۲ او شفيق الله غفاري ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۵۳ منډو هدف افغان لوبډلې په ۴۶.۲ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې يې په ۳ ويکټو د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې له لوري عمران مير ۳۴، محمد اسحاق ۳۲، عبدالرحمن رحماني ۲۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ځدراڼ ۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري کارتک تياګي ۳ او شوبانګ هيګړی ۲ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عبدالرحمن رحماني ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم د روانې نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د ایکانا په ب لوبغالي کې ترسره شي.