افغان ستورو متحده عرب اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د متحده عربي اماراتو تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او په یادې لوبلړۍ کې یې پرلپسې دویمه بریا ترلاسه کړه. د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو لوبډلې له دې وړاندې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر سره ماتې ورکړې وه. 

د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۵۰ اورونو په لوبولو یې د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه. 
د افغانستان په ګټه پیلیزو توپوهونکو محبوب تسکین او عزیر الله ښکلی پیل وکړ چې محبوب تسکین پکې سلیزه بشپړه کړه او ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې یې په خپل نوم کړې. بلخوا د افغان ستورو دویم توپوهونکي فیصل خان یو ځلي بیا زړه راښکونکې توپوهنه ترسره کړه او له پاکستان وروسته یې نن د اماراتو پر وړاندې هم سلیزه جوړه کړه. فیصل ۱۰۴ توپونو ته ودرېده او ۱۵۶ منډې یې ترلاسه کړې. باید وویل شي چې د اماراتو په ګټه علي ساګر شمس ۳ ویکټې ترلاسه کړې. 

د افغان ستورو د ۳۶۰ منډو د لوی هدف په ځواب کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ټولټال ۱۹۰ منډې جوړې کړې او د ۱۶۹ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه ایتن ډي سوزا ۵۵ او اریان سکسینا ۴۰ منډې جوړې کړې خو د افغان ستورو په توپ اچونه کې بیا نصرت نورستاني، خاطر ستانکزي او نظیف الله امیري ۲-۲، نصیر خان او حفیظ الله ځدراڼ هر یوه ۱ ویکټ ترلاسه کړه. 

 د یادونې وړ ده چې د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله به د روانې درې اړخیزې په لړ کې خپله دریمه لوبه راتلونکې چهارشنبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.