د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو په اسيايي جام سياليو کې نن افغانستان د پاکستان پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې سیالې لوبډلې ته یې د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

پاکستان په پیل کې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه چې افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اورونو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې. د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق الله اتل ۲۹، رحمن الله ۲۷ او فرهان ذاخیل ۱۹ زیاتې منډې کړې وې. دغه راز بیا جمشېد میرعليخیل او نور احمد په ۱۷ـ ۱۷ منډو ناسوځېدلي پاتې شول. د پاکستان لپاره فرهاد منیر او عامر علي درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره په ۲۰ اورنو کې ۷۸ منډې جوړې کړې چې د ۸۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د افغانستان د توپ اچوونکو له لوري شفیق الله غفاري ۳، فضل الحق، عابد تڼيوال او نور احمده دوه ـ دوه او جمشيد میرعليخيل بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه (شفیق الله غفاري) ته ورکړل شوه. بايد وویل چې د افغانستان تر نولسو کلنو کم عمره ځوانان به خپله دویمه لوبه د روانې سپټمبر میاشې په ۷مه نېټه له کويټ سره ترسره کړي.

د یادونې ده چې د ورښت له امله دا لوبه ۴۶ اورونو ته کمه شوې وه.