افغان نولس کلنې کم عمره لوبډلې لومړۍ سیالۍ کې ستره بریا خپله کړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د دوه یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سهیل خان د سلیزې، یما عرب او فریدون داودزي د غوره توپ اچونې پر مټ سیالې لوبډلې ته د (۱۵۸) منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه. 

د یادې لوبې پچه سیالې بنګله دېشۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې په ګټه سهیل خان ۱۰۰، سلیمان عربزي ۵۵ او محمد هارون ۴۳ منډې جوړې کړې. 

افغان ځوانو توپ اچوونکو هم د توپوهونکو په څېر ښه لوبه وکړه او سیاله بنګله دېشۍ لوبډله یې په (۱۱۳) منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه یما عرب ۴، فریدون داودزي ۳، ناصر حسن ۲ او کامران هوتک یوه وېکټ ترلاسه کړه. سهیل خان د سلیزې په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.