افغان ستورو سریلانکا ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د محمد هارون خان د غوره توپوهنې او یما عرب او خلیل احمد د بهترینې توپ اچونې پر مټ د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

د افغانستان ۱۹کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر نعمان شاه په پیل کې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې افغان لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۹ منډې هدف وټاکه. 
د افغان ستورو له ډلې محمد هارون خان ۸۸، خالد تڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې ترسره کړې. د یادوونې وړ ده چې د سریلانکا په ګټه دویندو راناتونګا ۴ ویکټې په خپل نوم کړې. 

د سریلانکا ۱۹کلنې ملي لوبډلې د افغان ستورو د توپ اچونې پر وړاندې یوازې ۲۳۶ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۶۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه دویندو راناتونګا ۴۶، ویشوا راجاپاکسا ۴۵ او سینیت جېوردنې ۴۱ منډې ترسره کړې. بلخوا د افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ګټه یما عرب ۴، خلیل احمد ۳، کامران هوتک ۲ او بشر احمد افغان یو لوبغاړی د لوبې له ډګر بهر کړی.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی یما عرب د څلورو مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادوونې وړه ده چې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې به افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله خپله دریمه سیالۍ راتلونکې جمعه د بنګله دېش ۱۹کلنې ملي لوبډلې سره ترسره کړي.