افغان لوبډله اګست کې د پاکستان پر وړاندې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

افغان لوبډله اګست کې د پاکستان پر وړاندې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي افغان کرکټ ملي لوبډله به د اګست مياشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ مه نېټو د درې نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي چې کوربه توب یې افغانستان په غاړه لري.
افغان لوبډله اګست کې د پاکستان پر وړاندې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

افغان لوبډله اګست کې د پاکستان پر وړاندې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله به د اګست مياشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ مه نېټو د درې نړيوالو يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې د پاکستان پر وړاندې ډګر ته ښکته شي چې کوربه توب یې افغانستان په غاړه لري.

ټاکل شوې ده چې یادې سیالۍ به د سریلانکا هېواد په دوه بېلابېلو لوبغالو کې تر سره شي. لومړۍ دوه سیالۍ به د مهالوېش له مخې په همبنټوټا او دریمه او وروستۍ سیالۍ په کولمبو کې ترسره شي. 

د يادونې وړ ده چې يادې سیالۍ په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې اسیا جام او ورپسې نړیوال جام هم ترسره کېږي.

د يادو سیالیو په اړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلی میرویس اشرف وایي: ((د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي یادو سیالیو ته په بشپړ ډول چمتو دي او دا چې په دې وروستیو کې یې بنګله دېش ته د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې ورکړه نو د پاکستان په وړاندې سیالیو کې به هم په لوړ مورال سره ولوبیږي. همدارنګه له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان لوبډله هغه لوبډله ده چې په  اسیایي کنډیشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړي دي. لومړی  یې سرېلنکا سره په سرېلانکا کې، بیا بنګله دېش سره په بنګله دېش کې او اوس د پاکستان سره په سرېلانکا کې لوبیږي، هیله لرم چې دا لوبې به را روانو لویو لوبلړيو کې زموږ د لوبډلې په چمتووالي کې مهم رول ولوبوي))

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې افغان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړې وه.