افغانستان د اسلامي بانک جام لوبلړۍ پخپل نوم کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 08 Mar 2020
د افغانستان اسلامي بانک جام په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه چې په دې سره اسلامي بانک جام سریز د افغانستان په نوم شو.
د افغانستان اسلامي بانک جام په دویمه شل اوریزه لوبه کې ملي لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه غوره کړه، چې په پایله کې یې په ټولو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. د افغان توپوهونکو له منځه اصغر افغان ترټولو زیاتې ۴۹، رحمان الله ګربز ۳۵ او حضرت الله ځاځي ۲۷ منډې جوړې کړې. د ایرلنډ توپ اچوونکو له ډلې رینکین، یانګ او ګیریت ډیلاني یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ورپسې ایرلنډ لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه چې ورکړل شوی هدف یی ترلاسه نشوه کړای او په ټاکلو شل اورونو کې یی د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې. د ایرلنډ په ګټه لوبډلمشر انډریو بیلي بیرني ترټولو ډیرې ۴۶ منډې جوړې کړې. دافغان توپ اچونکو له ډلې مجیب الرحمن درې ویکټې راشدخان، ګلبدین نائب او شاپور ځدران یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه ددې سره افغان لوبډلې داسلامي بانک جام په دویمه لوبه کې هم بریا ترلاسه کړه، د ویلو ده چې د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه مجیب الرحمن او د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا اصغر افغان ته ورکړل شوه.
د یادولو ده چې افغان لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه د افغانستان اسلامي بانک جام دریمه شل اوریزه لوبه د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې د سیالې ایرلنډ لوبډلې سره ترسره کړي.