افغانستان له پاکستان څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړ چې پکې افغان اتلانو د بې سارو لوبو پر مټ په لومړیو دوه سیالیو کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه لوبلړۍ کې ۲-۱ تاریخي بریا خپله کړه. 

د نننۍ سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د پاکستان لوبډلې د صایم ایوب ۴۹، افتخار احمد ۳۱ او شاداب خان ۲۸ منډو پر مټ د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. د افغانستان د توپ اچوونکو له ډلې مجیب الرحمن ۲، راشدخان، محمدنبي، فضل الحق فاروقي، کریم جنت او فرید ملک هر یوه ۱-۱ لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی.

د پاکستان لخوا په ټاکل شوي هدف پسې افغان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۱۶ منډې ترسره کړې او د ۶۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي ۲۱، رحمان الله ګربز ۱۸ او محمدنبي ۱۷ منډې ترسره کړې. بلخوا د پاکستان په ګټه شاداب خان او احسان الله هر یوه ۳، عماد وسیم، زمان خان او محمد وسیم ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. 

دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمدنبي په ۳ ویکټو او ۶۹ منډو ترسره کولو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. همدا راز د پاکستان لوبډلې کپټان شاداب خان په ۲۸ منډو او ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ویلو ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ددې لوبلړۍ په ګټله سره وکولی شوه، چې د ویسټ انډيز، بنګله دېش، زمبابوې او ایرلینډ پوره غړیتوب لرونکو هیوادونو څخه وروسته په شل اوریزه لوبلړۍ کې پاکستان ته هم ماتې ورکړي او ۲-۱ بریا خپله کړي.