د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته وړاندې شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د فساد تورونو د څېړنې په موخه څارنوالي ته وړاندې کړه او همدا راز یې له سنکسر سپورټس (SnixerSports) کمپنۍ سره قرارداد فسخ کړ.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ قضیه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته وړاندې شوه

د افغانستان کرکټ بورډ له سنکسر کمپنۍ سره یاد قرارداد د تېر کال د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ؛ د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنکسر سپورټس به افغانستان کرکټ بورډ ته د لیګ د لومړي پړاو ټول فیس د لیګ د پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکړي چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم نه دی ورکړل شوی.

همدارنګه په دې موخه، څو د یادې قضیې داخلي اړخ هم وڅېړل شي نو د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غوره وبلله، د لا ډېرو څېړنو په موخه قضیه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږي، ترڅو د قضیې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.

د کرکټ بورډ له لوري سنکسر سپورټس کمپنۍ ته د قرارداد د فسخ کولو په موخه لېږل شوې خبرتیا کې هم ویل شوي چې د پورته دوه مواردو پر بنسټ یې دغه قرارداد له منځه وړی دی.

د یادونې وړ ده چې له یادې کمپنۍ سره د قرارداد د فسخې د شرایطو پر بنسټ، د افغانستان کرکت بورډ دا حق لري چې د پورته سرغړونو له امله قرارداد فسخ اعلان کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او د روڼتیا په ډګر کې ځان د خپلو هېوادوالو پوښتنو ته ځواب ویونکې بولي.

سربېره پر دې باید یادونه وشي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو تر راتلونکي کال وځنډول شو او په راتلونکي کې به د افغانستان شل اوریز غوره لیګ امتیاز ترلاسه کولو ټولې چارې د ازادې سیالۍ له مخې ترسره شي.

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو لوبې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د بلخ لیجنډز لوبډلې پکې اتلولي خپله کړې وه.