د پاکستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وځنډول شوه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 24 Aug 2021
ټاکل شوې وه چې یاده لوبلړۍ په عربي متحده اماراتو او سیپټمبر میاشت کې ترسره شي، خو بیا پرېکړه وشوه چې دغه سیالۍ به د سریلانکا په همبنټوټا کې ترسره شي؛ چې په پایله کې د سفر ستونزو د افغانستان کرکټ بورډ دې ته اړ کړ چې په پاکستان کې د لوبو په ترسره کولو غور وکړي.
د افغانستان اوسني حالت او په لوبغاړو د هغې نسبي اغېز په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو له لورې پرېکړه وشوه چې یادې سیالۍ به په ۲۰۲۲م کال کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري د سریلانکا کرکټ بورډ څخه د دوی د هر اړخېز ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په سریلانکا کې د کرونا ویروس قضیو زیاتېدل یو له مهم لاملونو څخه و چې باید لوبې په بل ځای کې ترسره شوې وای.
ښاغلي شینواري زیاته کړه:«مونږ په سریلانکا کې د سیالیو په ترتیبولو کې زیات وخت له لاسه ورکړ، په همدې اساس پاکستان ته له چمتووالي پرته په دومره لنډ وخت کې سفر کول؛ زمونږ د لوبغاړو لپاره امکان نه لري»
د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ دغه درې یو ورځنۍ لوبې چې ۳۰ نمرې لري؛ نو په همدې اساس د افغانستان لپاره خورا ارزښتمنې دي.