افغانستان ايمرجينګ لوبډلې د عمان لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه

د ايمرجينګ لوبډلو اسيايي جام کې افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د عمان ايمرجینګ لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه او په دغه جام کې يې لومړۍ بريا په خپله نوم کړه.
افغانستان ايمرجينګ لوبډلې د عمان لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه

 د لوبې په پيل کې پچه افغانستان ګټلې وه چې لومړی يې د عمان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. عمان ايمرجينګ لوبډلې په ۴۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جتيندر سينګ ۷۲ زياتې منډې وکړې. د افغانستان لپاره طارق ستانکزي ۴، عبدالواسع ۲، نجات مسعود او عظمت الله عمرزي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه. افغانستان ايمرجينګ لوبډلې د ۱۵۴ منډو هدف په ۳۰.۵ اورونو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او عمان لوبډلې ته يې په ۹ ويکټو ماته ورکړه. د افغانستان لپاره عبدالمالک ۹۱ ناسوځېدلې، شاهدالله ۳۴ او بهير شاه ۲۴ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د عمان لپاره عاقب الياس ۱ ويکټ واخيسته. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه طارق ستانکزي ته ورکړل شوه، چې د ۲۹ منډو په بدل کې يې ۴ لوبغاړي سوځولي و. د يادولو ده چې افغان ايمرجينګ لوبډله به خپله دريمه لوبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره ترسره کړي.