افغانستان پاکستان ته پرلپسې دویمه ستره ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 27 Mar 2023

د افغانستان اتلې کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې پاکستان ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې له ماتې سره مخ کړه.
افغان اتلانو د خپلې دوه اړخیزې کارګردګۍ پر مټ لومړی د پاکستان لوبډله ۱۳۱ منډو ته رامحدوده کړه او ورپسې یې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې یوازې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړی.
افغانستان د پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو له ډلې د ویسټ انډيز، بنګله دېش، زمبابوې او ایرلینډ څخه وروسته وکولی شوه چې په دوه اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ ۲-۰ پاکستان ته هم ماتې ورکړي.
د نننۍ سیالۍ پچه د دویم ځل لپاره پاکستان وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه خو د افغانستان د توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونې یاده لوبډله یوازې تر ۱۳۱ منډو محدوده کړه. د پاکستان په ګټه عماد وسیم ۶۴ او لوبډلمشر شاداب خان ۳۲ منډې ترسره کړې. د افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي ښکلې توپ اچونه ترسره کړه نوموړي د پاکستان لومړۍ دوه ویکټې په خپل لومړي اور کې ترلاسه کړې. بلخوا نوین الحق، راشدخان او کریم جنت هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړی.
د پاکستان له لوري ټاکل شوی هدف افغان ملي لوبډلې د رحمان الله ګربز ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، نجیب الله ځدراڼ ۲۳ او محمدنبي ۱۴ منډو پر مټ د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړی او په یادې بریا سره یې دا لوبلړۍ مخکې له مخکې ۲-۰ د افغانستان په نوم کړه. د پاکستان له لوري زمان خان او احسان الله هر یوه یو-یو ویکټ په خپل نوم کړه. رحمان الله ګربز د لوبې د انرجیټیک او فضل الحق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د یادوونې وړ ده چې افغانستان به له پاکستان سره د روانې لوبلړۍ وروستۍ شل اوریزه سیالۍ سبا شپه ۸:۳۰ بجې د متحده عربي امارتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کړي.