د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه د لنډې مودې لپاره وځنډول شوه

د افغانستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو د ګډې هوکړې له مخې، د لنډې مودې لپاره د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه ځنډول شوې چې دواړه خواوې به یې د ګډې پرېکړې په پایله کې نېټه ډېر ژر مشخصه او ځانګړې کړي.
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه د لنډې مودې لپاره وځنډول شوه

د افغانستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو د ګډې هوکړې له مخې، د لنډې مودې لپاره د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه ځنډول شوې چې دواړه خواوې به یې د ګډې پرېکړې په پایله کې نېټه ډېر ژر مشخصه او ځانګړې کړي.

له شک پرته چې د اسټرالیا کرکټ په نړۍ کې یو له پېژندل شویو لوبډلو څخه ده او اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د کرکټ په ډګر کې همېشه همکاري کړې او هیله ده چې دغه همکارۍ به د تل په څېر په راتلونکي کې هم په دوامداره ډول وساتي. اسټرالیا کرکټ دغه راز ژمنه کړې چې د افغان کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره به همېشه له کرکټ بورډ سره همکاره وي.

د اسټرالیا کرکټ د خپل تنګ او مصروف مهالوېش له امله نه شي کولی چې له افغانستان سره د ټاکل شوې (د نوامبر ۲۷مه ۲۰۲۱) نېټې له مخې لوبه ترسره کړي، افغانستان کرکټ بورډ د دوی مهالوېش درک کوي، پر همدې بنسټ ده چې په راتلونکي کې به له یاد کرکټ بورډ سره د نږدې اړیکو په پایله کې ډېر ژر د لوبې نوې نېټه مشخصه کړي، چې د یوې لنډې فاصلې رامنځته کېدل به افغان لوبغاړو ته لا ډېر ښه فرصت په لاس ورکړي ترڅو د اسټرالیا پر وړاندې دغې لوبې ته پوره چمتووالی ولري.

افغان لوبغاړي به سږ کال هم د بېګ باش په غوره لیګ کې لوبې ترسره کړي او کرکټ بورډ به هم دوی ته د لوبېدو اجازه ورکړي، ترڅو د تل په څېر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ډېرې نږدې او عادي حالت کې پاتې شي.

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د کرکټ د همکارۍ او د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په برخه کې د اسټرالیا له کرکټ بورډ مننه کوي چې د لوبې د ځنډېدو په تړاو یې له موږ سره په ګډه خپل دریځ روښانه کړ، په همدې تړاو به نور اړوند موضوعات په هغه ناسته کې چې راتلونکې اونۍ به د دواړو لوریو ترمنځ ترسره شي؛ روښانه کړل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ همېشه هڅه کړې چې کرکټ له سیاسته لېرې وساتي، ځکه کرکټ په افغانستان کې اوس د خلکو لپاره یو ستر ارزښت دی او افغانستان کرکټ بورډ به همېشه د خلکو، د کرکټ نړیوالې شورا او نورو غړو هېوادونو دغې ستر ارزښت، جذبې او مینې ته په درنه سترګه ګوري.

باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ له نورو هېوادونو سره هم د کرکټ په ډګر کې نږدې اړیکې غواړي او له دوی سره په ګډه به د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري.