افغانستان الف لوبډلې له بنګله دېش الف څخه لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده چې له دې سره د دوه لوبو په لوبلړۍ کې افغانستان الف لوبډلې بريا خپله کړه.

دویمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه چې د بنګله دېش په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بنګله دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه. په لومړۍ ورځ بنګله دېش د یوې ويکټې په تاوان ۱۸ منډې کړې وې چې باران پيل شو، د لوبې په دويمه ورځ هم د باران له امله لوبه ونه شوه او په دریمه ورځ بنګله دېش يو ځل بيا لوبه پيل کړه.

بنګله دېش الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۰ منډې وکړې. محمد نعيم ۶۵ او رقیب الحسن ۶۱ منډې وکړې. يمين احمدزي، شرف الدین اشرف او قیس احمد درې - درې  بنګالي لوبغاړي وسوځول.

افغانستان الف لوبډلې بيا په څلورمه ورځ د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې او له دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه مساوي پای ته ورسېده. ابراهیم ځدراڼ ۹۶ او بهیر شاه ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دوه څلور ورځنيو فرسټ کلاس لوبو په لړۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه په ۷ ويکټو ګټلې وه چې له دې سره يې په لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ به د پنځه يو ورځنيو (لېسټ اې) لوبو لوبلړۍ د جولای په ۱۹مه نېټه پيل شي.