افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو د اقامې ترلاسه کولو او تمريناتو په موخه ياد هېواد ته ولاړل

افغان لوبغاړي نن د افغانستان پر مهال د ماسپښین درې بجې د متحده عربي اماراتو پر لوري وخوځېدل چې د سفر موخه يې د یاد هېواد د اقامې ترلاسه کول او ترڅنګ يې په نږدې راتلونکي کې د سيالو لوبډلو پړ وړاندې د سياليو لپاره چمتووالی دی.

دا چې افغانستان کرکټ بورډ د لوبو د کوربه توب پر مهال ډېری وخت له سيال لوريو په متحده عربي اماراتو کې مېزباني کوي او د متحده عربي اماراتو له لوبغالو د کور لوبغالي په توګه ګټه اخلي نو اړينه وه چې بايد يو شمېر مسوولين او لوبغاړي د ياد هېواد اقامې يا د مېشتېدو اجازه ليکونه ترلاسه کړي.

دغه راز د يادونې وړ ده چې پخوا به د ياد هېواد د ويزو ترلاسه کولو پروسيجر کې د سختوالي له امله ډېری لوبغاړي پاتې کېدل او يا به هم په کمه موده کې د ويزو په اخيستو او ټکټونو لوړه اندازه لګښتونه راتلل چې له دې کار سره به له يادو لګښتونو مخنيوی وشي.

بايد وويل شي چې دغه هېواد ته د لوبغاړو له تګ سره ادارې غوره وبلله چې د سترو لوبډلو په ګډون د راتلونکو ټولو لوبلړيو لپاره په ځانګړي ډول د ځوان لوبغاړو د چمتووالي په موخه په متحده عربي اماراتو کې د غوره روزونکو له لوري افغان لوبغاړو ته د چمتووالي لنډ کمپ هم برابر کړل شي.

افغان کرکټ بورډ د ياد کمپ لپاره له مجربه او پياوړو روزونکو سره هم پرېکړې ته رسېدلی چې ډېر ژر به د ادارې له فېسبوکپاڼې او نورو اړوند سرچينو اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې ادارې د انګلستان پياوړی پخوانی توپوهونکی ګراهام تورپ هم د مشر روزونکي په توګه ګومارلی چې د اپريل په پای کې به له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.