افغان ابدالیان لوبډله د عمان پر وړاندې سیالیو په موخه یاد هېواد ته سفر کوي

افغان ابدالیان (د افغانستان الف لوبډله) به د روانې اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو او پنځو شل اوریزو سیالیو په موخه د یاد هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر وکړي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې ڼېټې پورې به دوام ومومي.

دغه سیالۍ د دواړو کرکټ بورډونو مشرتابه د پرېکړې له مخې ترسره کېږي چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د کرکټ وده او په راتلونکي کې د کرکټ لا ډېره ملګرتیا ده چې د عمان هېواد په کوربه توب به ترسره شي.

د یاد مهالوېش له منځه به دوه یو ورځنۍ لوبې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۲مه او ۱۵مه نېټه او پنځه شل اوریزې لوبې د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه د یاد هېواد د عمان پر کرکټ لوبغالي ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په دې اړه وویل: ((دا د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی چې د کرکټ په پراختیا او له نورو هېوادونو سره د نږدې اړیکو او د کرکټ د ودې په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی. موږ د کرکټ لا ډېرې پراختیا او پرمختیا ته ژمن یو او هیله لرو چې زموږ لوبغاړي د عمان له لوبډلې سره غوره خاطرې شریکې او بهترین کرکټ وکړي.))

نوموړي دغه راز وویل: ((عمان هېواد د افغانستان له نږدې او ملګري هېوادونو څخه دی چې په یاد هېواد کې هم د افغانستان په څېر کرکټ په ډېره چټکۍ سره په مخ روان دی او هیله لرم چې په یادو سیالیو سره به زموږ اړیکې لا ډېرې پياوړې او مضبوطې شي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ ورته لوبلړۍ ترسره کېږي چې په راتلونکي کې هیله ده د عمان لوبډله هم د افغانستان په کوربه توب سیالیو په موخه افغانستان ته سفر وکړي او ورته لوبلړۍ کې برخه واخلي.