افغان ابدالیانو د اسیایي سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله

د چین په کوربتوب د ۱۹م پړاو اسیایي سیالیو په ترڅ کې نن افغان ابدالیان لوبډلې د یوې جالبې او په زړه پورې لوبې وروسته د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. افغان ابدالیان کرکټ لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

په یادو سیالیو کې افغانستان ته د بېلابېلو رشتو لوبغاړو څلور مډالونه ګټلي او که چیري افغان ابدالیان په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړي نو د سرو او یاهم سپینو زرو مډال به یقیني کړي خو د نیمه پایلوبو بایلونکي لوبډلې به د برونزو مډال د ګټلو په موخه د دریم مقام لپاره لوبه ترسره کړي.

د اسیایي سیالیو ۱۹م پړاو کې ټولټال د ۱۵ هېوادونو کرکټ لوبډلو برخه لرله چې د افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او پاکستان الف لوبډلو له وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې د غوره مقامونو له امله کوارټرفاینل یا د غوره ۸ لوبډلو پړاو ته لار موندلې وه. له ګروپي سیالیو دغه پړاو ته ته نېپال، مالیزیا او هانګ کانګ لوبډلو لاره وموندله.

د یادو سیالیو په لومړي کوارټرفاینل کې هندوستان د نېپال، پاکستان د هانګ کانګ او افغانستان د سریلانکا الف لوبډلو ته ماتې ورکړې. د دغه پړاو څلورم کوارټر فاینل سیالۍ د بنګله دېش او مالیزیا ترمنځ ترسره کیږي چې ګټونکې لوبډله به یې د هند سره نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان ابدالیانو او سریلانکا الف لوبډلو تر منځ نننۍ شل اوریزه سیالۍ چې د چین په هانګزو ښار کې ترسره شوه، سریلانکا یې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان ابدالیان لوبډلې د نورعلي ځدراڼ ۵۱، شاهدالله کمال ۲۳ او محمد شهزاد د ۲۰ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه. بلخوا د سریلانکا په ګټه نووان توشارا ۴ او ساهان ارچچیګې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سریلانکا الف لوبډلې د افغان ابدالیانو د ټاکل شوي هدف په ځواب کې یوازې ۱۰۸ منډې جوړي کړې او د ۸ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره ارچچیګې تر نورو زیاتې ۲۲ منډې وکړې. د افغانستان په ګټه لوبډلمشر ګلبدین نایب او قیس احمد ۳-۳، کریم جنت، ظاهر خان پکتین او شرف الدین اشرف هر یوه ۱ لوبغاړی د لوبې له ډګره رخصت کړ.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیان به په نیمه پایلوبه کې د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې راتلونکې جمعه سهار ۱۰:۳۰ بجې د لوبې ډګر ته ښکته شي.