افغان ابدالیان سبا د انګلنډ لاینز پر وړاندې تمریناتي لوبه پیلوي

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډله سبا د دسمبر میاشتې په دریمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د انګلنډ لاینز (انګلستان الف) لوبډلې پر وړاندې درې ورځنۍ تمریناتي لوبه پیلوي چې د همدې میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ به له انګلستان کرکټ بورډ سره په ګډه د یادې لوبې کوربه توب په غاړه ولري چې له مخې به یې د افغان ابدالیان اړوند لګښتونه د افغانستان کرکټ بورډ او د انګلنډ لاینز لوبډلې لګښتونه به د انګلستان کرکټ بورډ پر غاړه لري.

د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتي سیالي د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د لا غوره چمتووالي په موخه پلان شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه وایي: ((موږ غوره وبلله چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلو او د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې په یاد وخت کې د سور توپ، یوه درې ورځنۍ لوبه تنظیم کړو، چې له نېکه مرغه پکې بریالي وو.))

هغه زیاته کړه، موږ اوسمهال په دې هم ډېر تمرکز لرو چې د خپلې الف لوبډلې لپاره په پرله پسې ډول لوبې تنظیم کړو، ځکه دوی باید له هر ډول شرایطو، حالاتو او هوا سره بلدتیا ولري، ترڅو د راتلونکو هر ډول ملي لوبو لپاره چمتو وي او یوه غوره پشتوانه واوسي.

دغه تمریناتي لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې افغان ابدالیان لوبډلې د عمان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې هم دوه، یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.