افغان ابدالیان لوبډلې سریلانکا الف ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیام جام په خپله لومړۍ سیالۍ کې د یې په زړه پورې لوبې وروسته سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د نننۍ سیالۍ پچه سریلانکا الف لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان ابدالیان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ کې غوره پیل وکړ چې هر یو پیلیز توپوهونکو صدیق اتل (۴۶) ۸۳ او زبید اکبري (۵۴) ۵۷ منډې جوړې کړې خو ورپسې توپوهونکو ونشو کولی چې ډېرې منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ وېکټو د لاسه ورکولو وروسته ۱۶۶ منډې جوړې او سیالې سریلانکا الف لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا الف لوبډلې هم د توپوهنې پاڼې کې ښه پیل وکړ خو وروسته دوی د افغان ابدالیانو د غوره توپ اچونې پر وړاندې خپلې وېکټې په پرلپسې ډول له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله یې د ۱۵۵ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر شوه چې دې سره یې لوبه ابدالیانو ته د ۱۱ منډو په توپیر وبایلله.
 
د افغان توپ اچوونکو له لوري فریدون ۳، بلال او غضنفر هر یو ۲ او شرف الدین د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی له ډګره بهر کړ. صدیق اتل په توپوهنه کې د غوره پاڼۍ ترسره کولو لپاره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

افغان ابدالیان لوبډله به د یکشنبې پر ورځ چې د اکتوبر ۲۰مې نیټې سره سمون خوري، د خپلې دویمې لوبې لپاره د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.