افغان ابدالیانو اسیا جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

د اسیایي شورا ایمرجېنګ جام سیالۍ چې نن د سریلانکا په پلازمینه کولامبو کې پیل شوې، په دویمه سیالۍ کې یې افغان ابدالیان د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د یاد جام سیالۍ یې په بریا سره پیل کړې. افغان ابدالیان لوبډلې لومړی د ذبید اکبري د غوره توپوهنې پر مټ ۲۶۸ هدف وټاکه او ورپسې یې د ابراهیم عبدالرحمیزي او ضیاء الرحمن اکبر د جالبې توپ اچونې پر مټ سیاله لوبډله یوازې ۱۹۵ منډو کې راټوله کړه.

د اسیایي شورا ایمرجېنګ جام سیالۍ چې نن یې دویمه سیالۍ د افغان ابدالیانو او عمان الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شاهدالله کمال لومړی د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دغه سیالۍ چې د لوبغالي د لوندوالي له امله ۴۹ اورونو ته راکمه شوې وه، افغان ابدالیانو د ذبید اکبري ۷۹، شاهدالله کمال ۴۵، نورعلي ځدراڼ ۳۵ او اکرام علیخېل ۳۴ ناسوځېدلو منډو پر مټ ۲۶۸ منډې هدف وټاکه. بلخوا د عمان الف لوبډلې په ګټه کلیم الله او عاقب الیاس هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
 
د افغان ابدالیان لوبډلې د ټاکل شوې هدف په تعقیب کې عمان الف لوبډلې په ۴۰.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۹۵ منډې ترسره کړې او د ۷۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه شعیب خان او عیان خان هر یوه ۴۷، عاقب الیاس ۳۹ او فیاض بټ ۱۹ منډې جوړې کړې.
د افغان ابدالیانو له لوري ښکلې توپ اچونه ترسره شوه، چې ابراهیم عبدالرحیمزي او ضیاء اکبر هر یوه ۳، اظهارالق نوید ۲، سید شېرزاد او شراف الدین اشرف ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.

د افغان ابدالیان لوبډلې پیلیز توپوهونکی ذبید اکبري په ۷۹ منډو جوړولو سره د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیان به د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو په ترڅ کې خپله دویمه سیالۍ راتلونکې شنبه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.