افغان ابدالیانو په اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په ترڅ کې له یوې خورا په زړه پورې لوبې وروسته د صدیق الله اتل د غوره توپوهنې پرمټ بنګله دېش الف لوبدلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د په روانو سیالیو کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه. 

افغان لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته وبلله. بنګله دېش الف لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه سمیع بلال، کریم جنت، قیس احمد او شرف الدین اشرف یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

افغان ابدالیان لوبډلې د بنګله دېش الف لوبډلې د ۱۶۵ منډو هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د دغه هدف یې په وروستي اور کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل یو ځل بیا غوره توپوهنه وکړه او ۹۵* ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

صدیق الله اتل، چې د افغان لوبډلې په ګټه یې ۹۵* منډې جوړې کړې وې او د افغان ابدالیان لوبډلې په بریا کې ستره ونډه درلوده، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. دا په روانو سیالیو دویم پرلپسې ځل دی چې نوموړی د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي. 

افغان ابدالیان لوبډله په دې بریا سره په لومړي ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ او د یادو سیالیو په ترڅ کې به خپله دریمه او په وروستي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړي.