اکټو سپین غر زمریانو د پنځو منډو په توپیر بریا خپله کړه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په اتمه لوبه کې نن د اکټو سپین غر زمریان له ډېوه ګروپ بست ساتونکو سره مخ شول چې په پایله  کې یې د اکټو سپین غر زمریانو خپله سیاله لوبډله د پنځو منډو په توپير له ماتې سره مخ کړه.

د لوبې په پیلېدو سره د ډېوې ګروپ بوست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې د زمریانو په استازیتوب په توپوهنه کې تمیم سرخرودي ۷۹، مجید عالم ۵۲ ناسوځېدلې منډې او وحیدالله شفق ۱۸ منډې وکړې چې بست ساتونکو ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېوه ګروپ ساتونکو په استازیتوب امیر حمزه دوه ویکټې او محمد سلیم یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لپاره په توپوهنه کې کریم جنت ۵۱ ډېرې، ګلبدین نایب ۳۵ منډې، شفیق الله غفاري ۲۵ او وحیدالله ۲۰ منډې وکړې، خو د سیالې لوبډلې هدف یې پوره نه کړای شو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړې.

د اکټو سپین غر زمریانو له لوري زاهدخان، عبدالله عادل او زبیر اکبري دوه-دوه ویکټې او افتاب عالم بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه، چې په پایله کې یې په ۲۰ اور کې د عبدالله عادل د غوره توپ اچونې له امله د ډېوه ګروپ بست ساتونکي ټاکل شوی هدف پوره نه کړای شو.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه تمیم سرخرودي او د سټایلېش لوبغاړي جایزه مجید عالم ته ورکړل شو.

د یادولو ده چې راتلونکې لوبه چې نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیلږي، د ایوبي کابل بازانو او نوید احمدزي امو نهنګان ترمنځ ترسره کېږي.