د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پنجشنبه د جنوري میاشتې په ۱۱مه نېټه د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ عمومي غونډه ترسره کړه چې پکې یې د افغانستان کرکټ بورډ د تېر کال په فعالیتونو او لاسته راوړنو او دغه راز د یو شمېر نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د راتلونکي کال په پلانونو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. 
د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پنجشنبه د جنوري میاشتې په ۱۱مه نېټه د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ عمومي غونډه ترسره کړه چې پکې یې د افغانستان کرکټ بورډ د تېر کال په فعالیتونو او لاسته راوړنو او دغه راز د یو شمېر نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د راتلونکي کال په پلانونو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. 

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د غونډې په پیل کې د بورډ غړو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د همېشنیو همکاریو څخه یې مننه وکړه. ورپسې د بورډ ټولو غړو د کرکټ بورډ د عمومي رییس او اجراییوي رییس هڅې وستایلې او دوی ته یې د تېر کال په لاسته راوړنو او ملي لوبډلې د بریاو مبارکي وړاندې کړه. 

ورپسې د اجراییوي ریاست د دفتر مدیر د بورډ غړو ته د يوه پریزینټیشن په وړاندې کولو سره په اداري او عملیاتي برخو کې د افغانستان کرکټ بورډ د تېر کال لاسته راوړنو او راتلونکي کال پلانونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل. همدارنګه نوموړي د افغانستان کرکټ بورد له لوري په کورني او نړیوال کرکټ کې د لوبغاړو د لوبو د فیسونو د زیاتېدو وړاندیز په اړه هم غونډې ته معلومات ورکړل. د دې ترڅنګ  په تېر کال کې د کورني کرکټ د سترو سیالیو په غوره ډول ترسره کولو، ژوندي نشراتو او د کورني کرکټ په وده کې د ظرفیت لوړونې څانګې د اغېزې او د انجینرۍ څانګې په تېر کال د فعالیتونو او راتلونکو پرمختیايي پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې شول.

دغه راز په کابل کې د نوي نړیوال لوبغالي د جوړېدو په اړه هم معلومات ورکړل شول او زیاته یې کړه چې د یاد لوبغالي د نقشې لپاره له یو اسټرالیاوي شرکت ((پاپولس)) سره چې د سپورتي انجینرۍ په برخه کې پراخه مخینه لري، د اړیکې نیولو په اړه خبرې وشوې چې ښايي په نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي او د یاد لوبغالي لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د ارزونې ترڅنګ د دغه لوبغالي د نقشې جوړولو په برخه کې کار وکړي.

همدارنګه د مالي ملاتړ کوونکو د ډېریدو او د رسنیو او بازارموندنې څانګو پر رغنده رول هم خبرې اترې وشوې. د دې ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ د عملیاتي او تخنیکي څانګو په تشکیل کې د ځینو بستونو د ډېروالي یادونه هم وکړه، ترڅو د ولایتونو او زونونو په کچه د لوبغاړو په روزنه کې مثبت رول ولري.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ په پالیسیو کې د تعدیلاتو موضوعات هم یاد شول چې په نوي کال کې به پلي شي. له دې وروسته د بورډ د مالي څانګې مدیر د کرکټ بورډ د بودیجې د مصرف او ترڅنګ یې د عوایدو په ډېروالي خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې راتلونکي کال کې مو هڅه کړې، ترڅو اداري لګښتونه کم او پرځای یې په عملیاتي برخه کې بودیجه لوړه کړو چې پکې یې د کورني کرکټ پياوړتیا، د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو ډېروالی  او نړیوالو لوبو ډیروالی یاد کړ.

د غونډې په پای کې د بورډ ټولو غړو د تېر کال کړنې مثبتې وارزولې او راتلونکو پلانونو ته یې د تایید رایه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې په یاده کلنۍ غونډه کې د بورډ د عمومي رییس او اجرایوي رییس سربېره ټولو غړو هر یو (الله داد نوري، خالد حاتم، رییس احمدزي، عبیدالله صدرخیل، مولوي رحمت الحق فضیل، اتیلا کامګار او خان جان الکوزي) په حضوري او انلاین ډول ګډون درلود.