کرکټ بورډ د لوبې د لا ډېرې پرمختیا په موخه د ولایت په کچه مدیران ګوماري

د افغانستان کرکټ بورډ، د کرکټ لوبې د لا ډېرې پرمختیا، غوره همغږۍ، د چارو د بشپړې روڼتیا او لا ډېرو خدمتونو ته د خلکو د غوره لاسرسي په موخه د پنځو ولایتونو لپاره مدیران استخداموي چې سربېره پر دې یې د نورو پاتې ولایتونو لپاره د افېسر په کچه کارکوونکي په دندو ګومارلي دي.
کرکټ بورډ د لوبې د لا ډېرې پرمختیا په موخه د ولایت په کچه مدیران ګوماري

په یادو پنځو ولایتونو کې چې پخوا به یې د زون د مدیر له لوري چارې سمبالېدلې، د کابل، کندهار، پکتیا، ننګرهار او کندز ولایتونه شامل دي چې له دې وروسته به یې ټولې چارې د اړوند ولایت د کرکټ د پرمختیا مدیر له لوري تنظیم شي.

دا چې له دې وړاندې د زونونو په کچه جوړښت کې هغومره چې اړینه وه؛ د کرکټ د پراختیا او پرمختګ په ډګرونو کې کارونه نه و ترسره شي نو پر همدې بنسټ ادارې وپتېیله، ترڅو د کرکټ په ډګر کې د لا ډېرې او غوره پرمختیا په موخه دغه چاره ترسره کړي.

باید وویل شي د پرمختیا یاد پنځه ولایتي مدیران به لومړی هغو ولایتونو ته استخدام او په دندو وګومارل شي چې پخوا د زون مرکز و او د کرکټ لوبه پکې ډېره کېږي چې سربېره پر دې په دویم پړاو کې ځینو نورو هغو ولایتونو ته هم ورته مدیران استخدام شي چې د کرکټ لوبې کچه پکې لوړه ده.

همدارنګه باید وویل شي چې د یادو ولایتونو د تنظیم چارې به د کرکټ پرمختیا د نوو مدیرانو د ګومارنې تر مودې پورې د زون د  پخوانیو مدیرانو له لوري تنظیم شي او د پاتې نورو ولایتونو چارې به د افېسرانو له لوري چې د ولایت په کچه د اړوند چارو مسوولیت لرونکي دي؛ ترسره کېږي.

له دې وروسته به دغه راز د ټولو ولایتونو لپاره د کرکټ مسوولین په مستقیمه توګه له مرکزي ادارې سره په اړیکه کې وي او د ټولو شته ستونزو، ننګونو، لاسته راوړنو، پرمختګ، پراختیا او مالي چارو راپور په مستقیم ډول له مرکزي ادارې سره شریکوي.

همدارنګه به د یادو پنځو ولایتونو مزایا او ګټه دا هم وي چې مدیران به یې د اړوند ولایتونو لوبغاړي د دوی وړتیا، تکړښت، لاسته راوړنو او غوره کارکردګۍ ته په پام سره په مستقیم ډول ادارې ته ورپېژني.

دغه راز دا چې ادارې پتېيلې ترڅو په ولایتونو کې مېلمستونونه هم له منځه یوسي، یوازېنی دلیل یې له بېځایه لګښتونو مخنیوی کول دي.

په همدې تړاو د یادونې وړ ده چې په ډېری ولایتونو کې کرکټ موسمي بڼه لري نو د کال ټولې میاشتې د مېلمستونو کرایه کول یو بېځایه لګښت و چې له دې وروسته به د کرکټ لوبې د ټورنمنټونو او لوبلړیو پر مهال د ټاکلي مودې لپاره مېلمستونونه په کرایه نیول کېږي چې دغه کار به ادارې ته له مالي اړخه د سپما لامل هم شي.

په پای کې باید وویل شي چې د دغو بستونو لپاره د اړوند ولایتونو د اوسنیو مدیرانو په ګډون ټول هغه کسان چې د یادو بستونو پر شرایطو برابر دي، له ادارې سره غوښتنلیکونه شریکولی شي.