د سوپرکولا او افغان کرکټ بورډ ترمنځ د عمومي مالي ملاتړي هوکړه لیک وغځول شو
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 19 Jul 2023

د افغانستان کرکټ بورډ او سوپرکولا شرکت د مسوولینو ترمنځ د افغانستان کورنیو او نړیوالو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي د لاسلیک شوي تړون پر غځولو هوکړه وشوه. د یادو تړون له مخې به سوپرکولا شرکت د روان کال تر پایه د افغانستان کرکټ ملي او کورنیو سیالیو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
یاد هوکړه لیک نن د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ښاغلي نصیب خان او د سوپر کولا شرکت د اجراییوي مشر شهاب قناویزیان ترمنځ لاسلیک شو. د یادې ناستې په ترڅ کې دواړو خواو د لاسلیک شوي تړون له امله له یو بل مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه ملګرتیا به دوامداره او اوږدمهاله ساتي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر د یاد تړون له لاسلیک کولو وروسته وویل: ((د خوښۍ ځای دی چې په خپل هېواد کې له خپل ملي شرکت سوپرکولا سره د عمومي مالي ملاتړ لاسلیک شوی تړون غځوو او دې ملګرتیا ته دوام ورکوو. زه د سوپر کولا شرکت له مسوولینو ځانګړې مننه کوم چې د خپلو ملي اتلانو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.))
نوموړي همدا راز وویل له سوپر کولا شرکت سره د غوره همغږۍ په پایله کې مو د نوموړي شرکټ رضایت ترلاسه کړی چې له امله یې د افغانستان کرکټ بورډ سره د عمومي مالي ملاتړ لاسلیک شوی تړون غځول کیږي.
ورپسې د سوپر کولا شرکت اجراییوي مشر ښاغلي قناویزیان له افغانستان کرکټ بورډ سره د یاد تړون پر غځولو خوښي وښوده. نوموړي وویل: ((موږ خوشاله یو چې د افغانستان کرکټ بورډ سره یادې ملګرتیا ته دوام ورکوو. دا د سوپرکولا کمپنۍ لپاره د ویاړ ځای دی چې په نړیوالو ډګرونو کې د خپلو ملي اتلانو مالي ملاتړ په غاړه لري. موږ ژمن یو چې دا ویاړ تر ډېره له ځان سره ولرو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوامداره عمومي مالي ملاتړي واوسو.))
ښاغلي قناویزیان همدارنګه زیاته کړه، افغان اتلان د دې هېواد اصلي او ویاړلي اتلان دي چې په خپلو وروستیو بریاو سره یې د نړۍ پام ځان ته را اړولی دی او کرکټ په ډګر کې یې هغو سترو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي چې کلونه کلونه یې یاده سیالۍ ترسره کړې ده.
یاده ناسته چې د افغانستان کرکټ بورډ په انګړ کې ترسره شوه، د دواړو لوریو د بازارموندنې څانګو مسوولینو هم پکې ګډون درلود. د غونډې په وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ښاغلي نصیب خان له لوري د سوپر کولا شرکت اجراییوي مشر ښاغلي قناویزیان ته د ملي لوبډلې د لوبغاړو لاسلیک شوی لباس د ډالۍ په توګه ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک له مخې به سوپرکولا شرکت د روان ۲۰۲۳م کال تر پایه د کورني کرکټ شپږیزې، لېسټ اې او د اسیا جام په ګډون د افغانستان په خپل کوربه توب او د نورو په کوربه توب لوبلړیو کې د افغان ملي لوبډلې عمومي مالي ملاتړ په غاړه ولري.