د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو ټلویزیون ترمنځ د شپږیزې لوبو د خپراوي او تولید هوکړه لیک لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د دواړو ادارو د مشرتابه ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو د خپراوي او تولید یا پروډکشن هوکړه لیک لاسلیک شو چې پکې د دواړو ادارو د مشرتابه له لوري د لوبو پر غوره او با کیفیته خپراوي ټینګار وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په یادو مراسمو کې وویل: ((دا د ډېرې خوشحالۍ ځای دی چې د یوې ملي ادارې د لوبو خپراوی او پروډکشن د یوې بلې ملي ادارې له لوري کېږي او دواړه به پوره هڅه وکړي چې په دغه ډګر کې په ډېرې بریا سره په مخ ولاړې شي او ډاډمن یم چې دواړه لوري دا وړتیا لري.))

همدارنګه د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رییس ښاغلي احمدالله وثیق هم په دې اړه خوښي وښوده او په وینا یې: ((رښتیا هم کرکټ هغه لوبه ده چې د افغانستان لپاره یې ډېر ویاړونه ګټلي دي او پر نړیوالو یې افغانستان په ډېر ښه ډول پېژندلی دی او د ملي تلویزیون له لوري به د یادو لوبو په خپراوي او پروډکشن سره د ټولو کارکوونکو تخنیکي پياوړتیا هم لا ډېره شي.))

د یادونې وړ ده چې شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه پیلیږي چې د اګست میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ومومي.