د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډيو تلويزيون مشرتابه ترمنځ د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو د خپراوي او نشراتو قرارد لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د يادې ادارې او ملي راډيو تلويزيون د مشرتابه ترمنځ د راتلونکو غازي امان الله خان جام لېسټ اې سياليو د ژوندي توليدتو او نشراتو يا خپراوي هوکړه ليک, لاسليک شو.

په دغه ناسته کې د دواړو ادارو مشرانو د يو بل له همکاريو مننه وکړه او هيله يې وکړه چې دغه هوکړه ليک د اوږدمهال لپاره هم دوام ومومي, ځکه دواړه ملي ادارې دي او يو بل ته ډېره اړتيا لري.

د يادونې وړ ده چې د غازي امان الله خان جام يو ورځنۍ لوبې به د روانې اکټوبر مياشتې له ۲۹نېټې پيل او د نومبر تر ۲۰مې پورې دوام ومومي.

بايد وويل شي چې پتېل شوې وه, ترڅو دغه لوبې د اکټوبر له ۲۶مې نېټې پيل شي چې د يو لړ تخنيکي ستونزو له امله درې ورځې وځنډېدې.