د کرونا مخنیوي په موخه لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ تر بلې پرېکړې وځنډول شوې

د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه نن د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه بېړنۍ ناسته ترسره کړه، چی د لوبغاړو او اداري کارکوونکو د خوندیتوب په موخه پکې یو شمېر لازمې پرېکړې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ولایاتو په کچه لومړۍ درجه (ګریډ ون) سیالۍ چې د مارچ په ۱۵مه نېټه پلان شوې وې د مارچ تر ۲۵مې نېټې وځنډولې.  ددې لوبو د بیا پیلېدو او یا هم د لا ځنډېدو په اړه راتلونکې اونۍ یوه ناسته کیږي او په اړه به یی معلومات وړاندې شي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ مثبتې پېشې ثبت شوې او د مخنیوي لپاره یی په هېواد کې د اقداماتو ګامونه واخېستل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ به په مرکز او ولایتونو کې په نورمال ډول خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي او د کرونا ناروغۍ مخنیوي په موخه یی لازم تدابیر نیولي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په مرکز او ټولو ولایتونو کې د کرکټ اکاډمیو ته سپارښتنه کوي چی خپل فعالیتونه دې تر هغې وځنډوي، چی د افغانستان کرکټ بورډ او یا هم د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته د بیا ځلې فعالیت اجازه ورکول کیږي.