افغانستان کرکټ بورډ په تاجکستان کې د کرکټ پرمختګ ته ژمن دی
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 23 Nov 2018
ګاونډي هیواد تاجکستان ته د رسمي سفر په لړ کې نن د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې په پلازمینه دوشنبې کې جوړه شوې وه.
د تاجکستان کرکټ فدارسیون له لوري په دغه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د سفیر تر څنګ د انګلستان، هندوستان او پاکستان هیوادنو سفیرانو؛ د تاجکستان هیواد د المپیک ادارې مشرتابه، د دوشنبې ښاروال او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی و.
غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي وویل: (( خوښ یم چې په دغه ارزښتناکه غونډه کې ګډون کوم، افغانستان د کرکټ په ډګر کې ورته سفر څو کاله مخکې پیل کړی و چې اوس د کرکټ په نړی کې د پرمختګ یو ځانګړی مثال ګرځیدلی او زه ډاډه یم چې تاجکستان به هم په کرکټ کې غوره لاسته راوړنې ولري.)) فضلي زیاته کړه چې افغانستان کرکټ بورډ په تاجکستان کې د کرکټ پرمختګ ته ژمن دی او د یاد هیواد د کرکټ له فدارسیون سره په تخنیکي برخو کې مرسته کوي او ډیر ژر به د لوبڅارانو، شمیراندواو روزنکو لپاره روزنیز پروګرامونه په لار واچوي او د تنکیو ځوانانو یوه لوبډله به هم د سیالیو لپاره یاد هیواد ته واستوي.
د تاجکستان کرکټ فدارسیون مشر یاد هیواد ته د افغانستان کرکټ بورډ د مشر او مل پلاوي سفر ډیر ارزښتناکه وباله اوویې ویل چې د کرکټ نړیوالې شورا د یوه بشپړ غړي په توګه د افغانستان له لوري ورسره ګټورې مشورې شریکې شوې چې دوی به ورڅخه پوره ګټه پورته کړي.