د بنګله دېش پر وړاندې شل اوریزه نړیوالو سیالیو ته لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د بنګله دېش پر وړاندې د دوه شل اوریزه نړیوالو سیالیو په موخه ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې سیالۍ به یې د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره شي.

دغه اعلان شوي نوملړ ته مجرب ویکټ ساتونکي توپوهونکي محمد شهزاد په کورني کرکټ کې د کارګردګۍ او وړتیا ښودلو وروسته یوځل بیا لاره موندلې ده او دغه راز حضرت الله ځاځی هم د پاکستان پر وړاندې لوبلړۍ کې له نشتون وروسته یاد نوملړ ته زیات شوی دی چې ورسره د وفادار مومند نوم هم په دغه نوملړ کې ښکاري.

په یاد نوملړ کې لوبډلمشر راشدخان، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نوراحمد او وفادار مومند ځای پر ځای شوي دي.

د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي اسدالله خان د یاد نوملړ په اړه وویل: ((په یاد نوملړ کې د ټولو لوبغاړو د غوراوي په اړه مو د لوبډلې له روزونکي جونتان ټراټ او لوبډلمشر راشدخان سره مشوره شوې ده. موږ په دې وروستیو کې په دغه بڼه کې ډېرې لاسته راوړنې درلوده او غواړو دغه لړۍ لا ډېره کړو او په شل اوریزو سیالیو کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې او خپلو موخو ته ورسیږو.))

د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغان لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په موخه په یاد هېواد کې ده چې د روانې میاشتې په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه نېټه به یې لوبې ترسره شي او له هغه وروسته به د یاد هېواد سیلهېټ ته د یادو دوو شل اوریزو سیالیو په موخه چې د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټو ترسره کېږي؛ سفر وکړي.